زموږ فابریکه۲۰ کلنه کاري تجربه لري

خان سټيل په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو او ګول سیخ د تولید تر ټولو ستره او معیاري فابریکه ده، چې په ۲۰۱۵ کال یې د جوړیدو چارې پیل او د ۲۰۱۷ په لومړیو کې بشپړې شوې خان سټيل د ۲۰۱۸ په جنوري کې رسما پرانیستل شوه او په همدې کال کې د خان سټيل د دویم فاز د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې په ۲۰۱۹ کې دویمې برخې هم تولید پيل کړ، چې اوس یې په دوه کاري شفټونو کې د تولید ظرفیت ۱۰۰۰ ټنو ته رسیږي. د خان سټيل د ګول سیخ له ۸ میلي متره تر ۳۶ میلي متره تولیدات د هیواد په تر ټولو لویو او معیاري پروژو کې کاریږي، چې د اوبو لوی بندونه، سترې ودانۍ، پراختیايي پروژې او لوی پلونه یې ښې بیلګې دي. لکه کجکي بند، کمال خان بند، دارلمان اداري کمپلکس، بنايي ښارګوټي، لاله ښارګوټي، محب ټاور، افغان ملي ماڼۍ، قطریانو پروژه، د قصبې خواشه راواش ښارګوټي، سنایي غزنوي ښارګوټي، قوشتېپې کانال

زموږ په اړه

خان سټيل په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو او ګول سیخ د تولید تر ټولو ستره او معیاري فابریکه ده،

About Us

زموږ په اړه:

خان سټيل په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو او ګول سیخ د تولید تر ټولو ستره او معیاري فابریکه ده، چې په ۲۰۱۵ کال یې د جوړیدو چارې پیل او د ۲۰۱۷ په لومړیو کې بشپړې شوې.

خان سټيل د ۲۰۱۸ په جنوري کې رسما پرانیستل شوه او په همدې کال کې د خان سټيل د دویم فاز د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې په ۲۰۱۹ کې دویمې برخې هم تولید پيل کړ، چې اوس یې په دوه کاري شفټونو کې د تولید ظرفیت ۱۰۰۰ ټنو ته رسیږي.

زموږ تخنیکي کارکوونکي او مسلکي انجینران د زده کړو او معیاري کار له پلوه تر ټولو د لوړو وړتیاوو لرونکي کسان دي، چې اوس مهال له موږ سره په مستقیم ډول زر تنه او په غیر مستقیم ډول زرګونه تنه په کار بوخت دي.

د فابریکې حساسه او کميپوټري ماشینري چې په لومړي ځل په افغانستان کې کارول شوې، اوس د افغاني مسلکي کدرونو په مرسته مدیریت کیږي، چې پخوا دا ډول کدرونه په هیواد کې نه و.

 

خان سټيل د معیار او سټنډر له پلوه د سیمې او نړۍ له ټولو ستڼډرډ فابریکو سره د رقابت یوازینی ستر افغاني او د باور وړ ادرس دی.

 

د خان سټيل د ګول سیخ له ۸ میلي متره تر ۳۶ میلي متره تولیدات د هیواد په تر ټولو لویو او معیاري پروژو کې کاریږي، چې د اوبو لوی بندونه، سترې ودانۍ، پراختیايي پروژې او لوی پلونه یې ښې بیلګې دي.

لکه کجکي بند، کمال خان بند، دارلمان اداري کمپلکس، بنايي ښارګوټي، لاله ښارګوټي، محب ټاور، افغان ملي ماڼۍ، قطریانو پروژه، د قصبې خواشه راواش ښارګوټي، سنایي غزنوي ښارګوټي، قوشتېپې کانال...

 

د خان سټيل تولیدات لسګونه کورنیو او بهرنیو لابراتوارونو او بنسټونو تائید کړي، چې دا په هیواد کې لومړنۍ فابریکه ده، چې په نړیوال سټنډرډ برابر د ګول سیخ او نورو اوسپنیزو توکو تولیدات لري.

 

د کارکوونکو خوندیتوب په فابریکه کې لومړیتوب دی او تر څنګ یې د چاپیریال ساتنې لپاره د کاربن ټولونې یا لوګي د تصفیې تر ټولو لوی او عصري سیستم لګول شوی، چې د افغانستان د چاپیریال ساتنې ملي‌ ادارې په ګډون نړیوالو ادرسونو هم تایید کړی او ستایلی دی.

زموږ تولیدات:

ګول سیخ:

  • ۸ میلي متره 
  • ۱۰ میلي متره
  • ۱۲ میلي متره
  • ۱۴ میلي‌ متره
  • ۱۶ میلي متره 
  • ۱۸ میلي متره
  • ۲۰ میلي متره
  • ۲۲ میلي متره 
  • ۲۵ میلي متره 
  • ۲۸ میلي متره 
  • ۳۲ میلي متره 
  • ۳۶ میلي متره 

 

نور تولیدات:

  • I-Beam-H-Beam
  • T-Iron
  • Channels
  • C-Channel
  • Steel Angle Bars
  • Straps
  • Shaft

 

د تولیداتو ځانګړنې:

  • زموږ د ګول سیخ ټول تولیدات په  ASTM A615 سټنډرد برابر او معیاري دي.
  • د سټنډر نړیوال بنسټ (iso) د کیفیت، چاپیریال ساتنې او مدیریت برخې سندونه او تائیدي‌ لري.
  • زموږ د سیخ تولیدات په ۶۰ او له هغه پورته ګرید برابر دي.
  • ګول سیخ په سټنډرد سایز چې ۱۱،۷ دی په بنډلونو کې تنظیمږي.
  • معیاري وزن او د هر میلي متر قطر هم په لابراتوارونو کې ازمویل کیږي.
  • زموږ د ګاډرو انګلارانو،‌ ټی آیرن، ایچ بیم، ای بیم او نور تولیدات هم له نړیوال سټنډرډ سره سم تولیدیږي.
  • دغه تولیدات په لومړي ځل په افغانستان کې خان سټيل په سټنډرد شکل وړاندې کوي، چې په لابراتوارونو کې د ټسټ او ارزونې مثبته پایله لري.
  • د وزن او سایز ټول تخنیکي موارد په دې برخه کې په پام کې نیول شوي.
  • زموږ د ټولو تولیداتو مارکه KSM ده.

 

لابراتوارونه

د سپکټرو مکس ماشین په وسیله، د ویلې کېدو په جریان د اوسپنې ټول کیمیاوي عناصر د همدې ماشین په واسطه په لابراتور کې ارزول کیږي.

که تر ارزونې وروسته کوم عنصر په اوسپنه کې کم وي ور اضافه کیږي او که زیات وي، د بخار په وسیله ترې ایستل کیږي.

که په ویلي شوې اوسپنه کې کوم کیمیاوي عنصر کم یا زیات وي دا کار د سیخ، ګاډرو یا نورو تولیداتو پر کیفیت اغیز لري، نو ځکه اوسپنه باید د ویلي کیدو په حال کې ټسټ شي.

 

فزیکي لابراتوار

سیخ، ګاډر او نور تولیدات په فابریکه کې تر تولید وروسته ټسټ کیږي، سیخ په فزیکي لابراتور په څو ډولونو ټسټ کیږي، چې د سیخ ګریډ او مقاومت، کشش، بینډ او ورته نور مسائل په کې روښانه کیږي.

ګاډر او نور تولیدات هم د وزن، سایز، مقاومت او موادو له اړخه ارزول کیږي.

د خان سټيل هیڅ تولید تر هغه بازار ته نه وړاندې کېږي؛ تر څو چې د فزیکي لابراتوار ټسټ پاس نه کړي او د لابراتوار مسوولین ورته له فابریکې د وتلو اجازه ورکړي.

 

زموږ تګلاره:

په لوړ کیفیت او مناسب قیمت پېرودونکو ته داسې تولیدات وړاندې کول، چې په ټولو نړیوالو معیارونو برابر وي. 

موږ باور لرو چې زموږ هڅاند، با تجربه او وړتیا لرونکي کارکوونکي زموږ د موخو د تر لاسه کیدو په برخه کې تر ټولو اغېزمن کسان دي، ځکه نو موږ د هغوی د لا روزنې او مسلکي کېدو لپاره راتلونکې پانګونې ته هم ژمن یو.

موږ خان سټیل شخصي ملکیت نه؛ بلکې داسې ملي پانګه بولو، چې د هر افغان هیلې ورسره تړلې او د هیواد په پرمختګ او ځان بسیاینې کې رول لري.

 

لید:

غواړو په دوامداره توګه خپل تولیدات لا پراخ او د هیواد هرې برخې ته په اسانه ډول ورسوو.

موږ باید د افغانستان د اوسپنې د سکتور د سر لاري په توګه خپل ماموریت داسې ادا کړو، چې څومره ژر وکولی شو د ګول سیخ او ګاډرو کورنۍ اړتیا پوره او د صادراتو کچې ته ورسیږو.

د افغانستان په سرشاره طبیعي زیرمو کې د اوسپنې د کانونو استخراج او پر هغو پانګونه زموږ د خامو موادو د راتلونکې اړتیا پوره کولو یوازینۍ مرجع ده، ځکه نو د اوسپنې صنعت یوازې سوداګري نه؛ بلکې موږ ته د صنعتي افغانستان یو لوړ تصویر دی.

 

روغتیا، د کارکوونکو خوندیتوب او چاپيریال:

د کارکوونکو خوندیتوب:

کارکوونکی زموږ اساسي پانګه او د فابریکې د رشد اصلي عنصر دی، نو خوندیتوب یې هم زموږ لپاره تر هر څه لومړیتوب لري.

زموږ مسلکي ټیم لیډران د کار په جریان کې ټول محافظتي تدابیر عملي کوي، تر څو د کارکوونکو له خوندیتوب سره لا زیاته مرسته وکړي.

زموږ په ډيجټلي او کمپیوټري ماشینري کې که څه هم بشري قوې ته متوجه ګواښ تقریبا صفر ته ټيټ شوی؛ خو له نړیوالو اصولو سره سم د محافظ د ټول بدني وسائل کارول د کارکوونکو لپاره اجباري دي.

 

روغتیا:

موږ په افغانستان کې د صنعت داسې بیلګه یو، چې د پرمختللې نړۍ ډير سهولتونه مو خپلې فابریکې ته په نسبي ډول کاپي کړي.

نه یوازې دا چې په فابریکې کې کلنیک، لابراتوار، ډاکتران او امبولانس موجود دي، بلکې د عامې روغتیا وزارت سیار ټیمونه د ساري ناروغیو ټسټونه هم وخت ناوخت ترسره کوي.

دا د هغه چک اپ برخه ده، چې د خان سټيل کارکوونکو ته یې ترسره کول حتمي دي.

 

پاک چاپيریال:

د کاربن ټولونې تر ټولو عصري سیستم چې په افغانستان کې بل هیچا نه دی کارولی، په خان سټيل کې موجود دی.

ددې سیستم په مرسته د اوسپنې ویلي کیدو پر مهال تولید شوی لوګی سل سلنه تصفیه کېږي او بیرته د کاربن په ډول ذخیره کېږي.

د هوا ککړتیا مخنیوی د اوسپنې په صنعت کې ترټولو لویه اندیښنه وي؛ خو موږ په خان سټيل کې دا ستونزه حل کړې او د اتموسفیر ځانګړي شرایط په فابریکه کې د عملي کېدو وړ دي.

دوه لوی لګول شوې فلټر د کاربن ډای اکسایډ او لوګي‌ ټولولو مسوولیت لري:

په خان سټیل کې د نصب شويو فلټرو وړتیا او لګښت:

200،000 مکعب متره / 24 ساعته.

د کاربن پاؤډ راټولول: 2000 کیلوګرام / 24 ساعته.

د بریښنا مصرف: 1000 کیلو واټ / 1 میګا واټه / في‌ ساعت.

تمه لرو، چې فلټر شوی کاربن په کور د ننه د کیمیاوې سرې او نورو هغه مواردو کې وکاریږي، چې نوره نړۍ ورڅخه کار اخلي.

 

زموږ موخې:

د پیریدونکو رضایت 

نوښت او پرمختګ

کاري فرصتونه

صادراتي او پر ځان بسیا افغانستان 

 

زموږ لومړیتوبونه:

معیاري او په نړیوال سټنډرد برابر تولیدات 

د کارکوونکو خوندیتوب 

مسلکي کادرونه روزل

پاک چاپيریال

 

موږ د پرمختګ کلک هوډ او پر روښانه افغانستان باور لرو:

۲۰۱۵: د فابریکې د بنسټ ډبره کیښودل شوه.

۲۰۱۶: د فابریکې نیمايي چارې تکمیل شوې.

۲۰۱۷: فابریکې عملا تولیدات پيل کړل.

۲۰۱۸: د فابریکې د دویم فاز یا برخې کار پيل شو.

۲۰۱۹: دویمې برخې عملا تولید پيل کړ.

۲۰۲۰: د ګاډرو د تولید لپاره د درېم فاز بنسټ ډبره کیښودل شوه.

۲۰۲۲: د ګاډرو برخې عملا تولیدات پیل کړل.

۲۰۲۳: د فابریکې د تولیدي برخې په لا پراختیا کار پېل او صنعتي څېړنو لپاره د تحقیق (رېسرچ) مرکز جوړول.

۲۰۲۴: د فابریکې د تولیدي برخې د پراختیا کار بشپړ او اوسمهال زموږ ورځنی تولید تر ۱۰۰۰ ټنو رسېږي.

 




کاری تجربه/کال

10

سندونه

20

بشپړې شوې پروژې

100

راضی پېریدونکی

999




زموږ لوی پېرودونکي

Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image
Awesome Image