زموږ فابریکه۲۰ کلنه کاري تجربه لري

خان سټيل په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو او ګول سیخ د تولید تر ټولو ستره او معیاري فابریکه ده، چې په ۲۰۱۵ کال یې د جوړیدو چارې پیل او د ۲۰۱۷ په لومړیو کې بشپړې شوې خان سټيل د ۲۰۱۸ په جنوري کې رسما پرانیستل شوه او په همدې کال کې د خان سټيل د دویم فاز د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې په ۲۰۱۹ کې دویمې برخې هم تولید پيل کړ، چې اوس یې په دوه کاري شفټونو کې د تولید ظرفیت ۱۰۰۰ ټنو ته رسیږي. د خان سټيل د ګول سیخ له ۸ میلي متره تر ۳۶ میلي متره تولیدات د هیواد په تر ټولو لویو او معیاري پروژو کې کاریږي، چې د اوبو لوی بندونه، سترې ودانۍ، پراختیايي پروژې او لوی پلونه یې ښې بیلګې دي. لکه کجکي بند، کمال خان بند، دارلمان اداري کمپلکس، بنايي ښارګوټي، لاله ښارګوټي، محب ټاور، افغان ملي ماڼۍ، قطریانو پروژه، د قصبې خواشه راواش ښارګوټي، سنایي غزنوي ښارګوټي، قوشتېپې کانال

Awesome Image

د غوره خدماتو ملي نندارتون

د غوره خدمتونو ملي نندارتون پای ته ورسېد زرګونو هېوادوالو د غوره خدمتونو په پسرلني نندارتون کې چې په دارالامان ماڼۍ کې جوړ شوی و، برخه واخیسته. خان سټیل د دې نندارتون اصلي سپانسر و او د دې ډول فعالیتونو په ملاتړ سره زموږ هدف دا دی چې هیوادوال خپل کورني تولیدات، محصولات او خدمات په ښه توګه وپیژني او ملاتړ یې وکړي. همدارنګه د افغاني محصولاتو او خدماتو کیفیت ته باید لومړیتوب ورکړل شي، څو له یوې خوا د خلکو باور ترلاسه شي او له بلې خوا د افغانستان محصولات او خدمات له نورې نړۍ سره سیالي وکړي. په دې درې ورځني نندارتون کې د کابل او ولایتونو سلګونو اوسېدونکو، دولتي چارواکو، صنعتکارانو، د شرکتونو استازو او لویو او کوچنیو متشبثینو هم د خان سټیل له غرفې څخه لیدنه وکړه او ټولو د خان سټیل د په نړیوالو معیارونو برابرو تولیداتو څخه ستاینه وکړه.


For more details please visit our Facebook page : KSM Facebook Page