زموږ فابریکه۲۰ کلنه کاري تجربه لري

خان سټيل په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو او ګول سیخ د تولید تر ټولو ستره او معیاري فابریکه ده، چې په ۲۰۱۵ کال یې د جوړیدو چارې پیل او د ۲۰۱۷ په لومړیو کې بشپړې شوې خان سټيل د ۲۰۱۸ په جنوري کې رسما پرانیستل شوه او په همدې کال کې د خان سټيل د دویم فاز د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې په ۲۰۱۹ کې دویمې برخې هم تولید پيل کړ، چې اوس یې په دوه کاري شفټونو کې د تولید ظرفیت ۱۰۰۰ ټنو ته رسیږي. د خان سټيل د ګول سیخ له ۸ میلي متره تر ۳۶ میلي متره تولیدات د هیواد په تر ټولو لویو او معیاري پروژو کې کاریږي، چې د اوبو لوی بندونه، سترې ودانۍ، پراختیايي پروژې او لوی پلونه یې ښې بیلګې دي. لکه کجکي بند، کمال خان بند، دارلمان اداري کمپلکس، بنايي ښارګوټي، لاله ښارګوټي، محب ټاور، افغان ملي ماڼۍ، قطریانو پروژه، د قصبې خواشه راواش ښارګوټي، سنایي غزنوي ښارګوټي، قوشتېپې کانال

Awesome Image

خان سټیل - د کال غوره برنډ

خان سټیل د هیواد په کچه د کال غوره برنډ جایزه ترلاسه کړه! د افغانستان د بازار د څار موسسې لخوا د خان سټیل په اړه د افغانستان د ملي قوانینو، نړیوالو سټنډرډونو، د باثباته پراختیا موخو، د بازار د تقاضا مشبوع کولو او د شرکت د برنډ پالیسي په پام کې نېولو سره د تېر یو کال په ترڅ کې د اړونده دولتي ادارو او سکټوري وزارتونو، سوداګرۍ او صنایعو خونو، سکټوري اتحادیو او سوداګریزو ټولنو، سکټوري پانګه والو او حقوقي بنسټونو، اقتصادي کارپوهانو، مشتریانو او نورو دخیلو اړخونو څخه د راټول شوېو مالوماتو له څېړنې او بشپړې هر اړخیزې ارزونې وروسته خان سټیل د هیواد د صنعتي سکټور د ملا تیر، سرلاری او غوره برنډ ونومول شو، چې په KSM برنډ مارک تولیدات یې د هیواد او سیمې په کچه بیساري او سیال نه لري. په همدې پار د یو لړ ځانګړي مراسمو په ترڅ کې د خان سټیل فابریکې مشر ته د کال د غوره برنډ اېوارډ او تقدیرنامې په ورکولو سره د خان سټیل تولیدات، کړنې او لاسته راوړنې وستایل شوي.


For more details please visit our Facebook page : KSM Facebook Page