زموږ فابریکه۲۰ کلنه کاري تجربه لري

خان سټيل په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو او ګول سیخ د تولید تر ټولو ستره او معیاري فابریکه ده، چې په ۲۰۱۵ کال یې د جوړیدو چارې پیل او د ۲۰۱۷ په لومړیو کې بشپړې شوې خان سټيل د ۲۰۱۸ په جنوري کې رسما پرانیستل شوه او په همدې کال کې د خان سټيل د دویم فاز د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې په ۲۰۱۹ کې دویمې برخې هم تولید پيل کړ، چې اوس یې په دوه کاري شفټونو کې د تولید ظرفیت ۱۰۰۰ ټنو ته رسیږي. د خان سټيل د ګول سیخ له ۸ میلي متره تر ۳۶ میلي متره تولیدات د هیواد په تر ټولو لویو او معیاري پروژو کې کاریږي، چې د اوبو لوی بندونه، سترې ودانۍ، پراختیايي پروژې او لوی پلونه یې ښې بیلګې دي. لکه کجکي بند، کمال خان بند، دارلمان اداري کمپلکس، بنايي ښارګوټي، لاله ښارګوټي، محب ټاور، افغان ملي ماڼۍ، قطریانو پروژه، د قصبې خواشه راواش ښارګوټي، سنایي غزنوي ښارګوټي، قوشتېپې کانال

Awesome Image

افغان-ترکمن نړیوال نندارتون او سوداګریز کنفرانس

د افغان – ترکمن نړیوال نندارتون او سوداګریز کنفرانس خان سټیل، د ترکمنستان په زړه عشق آباد کې د افغان – ترکمن تجارتي تواصل کنفرانس او نندارتون فعاله برخه وال وو. د تجارتي کنفرانس تر څنګ د نندارتون په دوه ورځنۍ موده کې د خان سټيل له تولیداتو څخه د ترکمنستان هیواد ملي رهبر او مخکیني ولسمشر، د کابینې وزیرانو، د بیلا بیلو سفارتونو استازو، دولتي مسؤلینو، سوداګرو، صنتعکارانو، لویو او وړو متشبثینو، د رسنیو استازو او محصلینو لیدنه وکړه او خان سټیل یې د افغانستان د صنعتي سکټور مخکښ، د ملا تیر او ویاړ یاد کړ.


For more details please visit our Facebook page : KSM Facebook Page