زموږ فابریکه۲۰ کلنه کاري تجربه لري

خان سټيل په افغانستان کې د اوسپنې ویلي کولو او ګول سیخ د تولید تر ټولو ستره او معیاري فابریکه ده، چې په ۲۰۱۵ کال یې د جوړیدو چارې پیل او د ۲۰۱۷ په لومړیو کې بشپړې شوې خان سټيل د ۲۰۱۸ په جنوري کې رسما پرانیستل شوه او په همدې کال کې د خان سټيل د دویم فاز د بنسټ ډبره کیښودل شوه، چې په ۲۰۱۹ کې دویمې برخې هم تولید پيل کړ، چې اوس یې په دوه کاري شفټونو کې د تولید ظرفیت ۱۰۰۰ ټنو ته رسیږي. د خان سټيل د ګول سیخ له ۸ میلي متره تر ۳۶ میلي متره تولیدات د هیواد په تر ټولو لویو او معیاري پروژو کې کاریږي، چې د اوبو لوی بندونه، سترې ودانۍ، پراختیايي پروژې او لوی پلونه یې ښې بیلګې دي. لکه کجکي بند، کمال خان بند، دارلمان اداري کمپلکس، بنايي ښارګوټي، لاله ښارګوټي، محب ټاور، افغان ملي ماڼۍ، قطریانو پروژه، د قصبې خواشه راواش ښارګوټي، سنایي غزنوي ښارګوټي، قوشتېپې کانال

Awesome Image

افغان قزاق نړیوال نندارتون او سوداګریز کنفرانس

افغان-قزاق نړیوال نندارتون؛ خان سټیل یې د سیمې په کچه لویه، معیاري، مخکښه او ویاړلي فابریکه یاده کړه. د یاد نندارتون په ترڅ کې د افغانستان، قزاقستان، ترکمنستان او د سیمې نورو هیوادونو لوړپوړو چارواکو، کابینې غړو، د نړیوالو ادارو استازو، ډیپلوماټانو، سترو غوره شرکتونو، پانګوالو، سوداګرو، د رسنیو استازو او د صنعت مینه والو د خان سټیل له غرفې څخه لیدنه وکړه او خان سټیل یې د هیواد او سیمې په کچه د معیاري او بیساري تولیداتو په درلودلو سره مخکښه او ویاړلي فابریکه یاده او زیاته یې کړه چې، خان سټيل په کمه موده کې ستر مزل طی او وتوانید د اوسپنیزو توکو په برخه کې افغانستان د نورو هیوادونو له احتیاجه خلاص، پر ځان بسیا او ټولو ملي سترو او بنسټیزو پروژو ته د نړیوالو معیارونو سره سم تولیدات وړاندې کړي، نو همدا ده، چې د افغانستان د صنعت د نوم اخیستلو سره سم د خان سټیل د ویاړلي پانګونې یادونه هم کېږي.


For more details please visit our Facebook page : KSM Facebook Page